ایکناخبری آژانس راپور راکړ، په وروستیو لسیزو کې او د ماډرن ټيکنالوجیو په ودې او پراختیا سره د میرمنو لپاره په مختلفو حوزو کې د زده کړې اوپرمختګ موضوع لا آسانه شوې ده. سره له دې چې میرمنې دنړۍ په زیاترو سیمو کې هماغه شان د کمو حقوقو او د کار بازار ته د لاس رسي په څير د مشکلاتو او نابرابریوکړیږی،خو په مختلفو هیوادونو کې کلی بهیر، په علمي پرمختګونو کې د رول د درلودلو او د کارکسب بازار کې د میرمنو د شتون د ودې ښودنه کوي.
په اسلامی هیوادونو کې وضعیّت،البته تر یوه حده مختلف دی. د دینی اودودیزو تعصباتو او د میرمنو پرځان د نه باؤر شتون په څير مسئلې لامل شوي دي چې مسلمانې میرمنې په مختلفو علمی او څيړنیزو حوزو کې لا کمې ترسترګو شي. دا په داسې حال کې دي چې د اسلام دین دمیرمنو د زده کړو لپاره هیڅ ممنوعیّت نه لري.
میرمن حیات سندي د ۱۹۶۷ کال د نومبر په شپږمه نیټه زیږیدلې ده.هغه د عربستان یوه پروفیسره ډاکټره او د عربستان د مشورتي شورا یوه لومړنۍ میرمن غړې ده چې توانیدلې ده پخپل هیواد کې د له مسلمانې میرمنې سره ړونده غلط تصورات له چیلنج سره مخ کړي.هغه په سیمې کې یوه ترټولو مشهوره او پيژندل شوي پروفیسره ډاکټره ده .د بایو ټيکنالوجۍ او تشخیص په زمینې کې دهغې څيړنې چې په نړیواله سویه په رسمیّت پيژندل شوي دي ، دهغې د شهرت سبب شوي دي،هم د یوه ارزان بیّه درملو د وکیلې په توګه او د یوې مسئولیّت منونکي انسان دوست کس په توګه.
میرمن حیات سندي پر علمي فعالیتونو سربیره ،په میرمنو کې په تیره بیا په عربستان او په کلی توګه په اسلامی نړۍ کې په میرمنو کې له علم څخه د پوهونې د زیاتولو په موخې سره په ډيرو پيښو او پروګرامونو کې ګډون کړی دی.
میرمن سندي د لندن په کینګ کالج، د ماساچوست په ټیکنالوجيکی موسیسې او هارورډ پوهنتونو کې زده کړې کړي دي . هغې په ۲۰۰۱کال کې له کبمریج پوهنتونه دبائيو ټیکنالوجۍ په څانګې کې خپله پي ایچ ډي ترلاسه کړې ده. په دغه کار سره میرمن سندي د فارس خلیج لومړنۍ میرمن وه چې پي ایچ ډي ډګري ئې ترلاسه کړه. دا یوه لومړنۍ لاره وه چې هغې په منیځني ختیځ کې د میرمنو لپاره د خنډونو دماتولو لپاره پرانیستله.
په هغې مرکې کې چې میرمن حیات سندي له عرب نیوز ۲۰۰۲ سره وکړه، دغه واقعیّت ته ئې اشاره وکړه چې کله دلومړي ځل لپاره ئې په کمبریج پوهنتون کې کار پیلکړ،نو یوه مشهور پوهاند هغې ته ووئیل، چې ناکامه به شې ،مګر دا چې حجاب لیرې کړې او لاره بدله کړې.درې میاشتې ئې ورته فرصت ورکړ ،څو ناکامه شي.میرمن سندي په ډير متواضع انداز سره توضیح وکرړه ، البته زه بریالۍ شوم.فارغ التحصیل شوم او په نهایت کې مو اختراع هم پیل کړې ده.غوښتل مو ووینم څرنګه علم په ارزانه او آسانه ترلاسه کولی شم.دا هماغه شی دی چې ترسره کوم ئې :
په ۲۰۱۲کال کې میرمن حیات سندي ته د Arabian Business په وسیله په نړۍ کې د یو نولسم عرب اغیزشیندونکي کس او د عربو نهمې اغیزشیندونکي میرمنې په توګه مقام ورکړل شو. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د بی بی سی د سلو غوره میرمنو په لیسټ کې هم شامله شوه.
در سال ۲۰۱۲، او توسط Arabian Business به عنوان نوزدهمین فرد عرب تأثیرگذار در جهان و نهمین زن تأثیرگذار عرب در رتبهبندی قرار گرفت. در سال ۲۰۱۸، او در لیست ۱۰۰ زن برتر بی بی سی قرار گرفت.